۰

اچین کې ۱۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اچین کې ۱۸ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۸ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه پېښه تېره ورځ په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو له خوا په یاده ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، له داعش وسله والو دوه موټر سایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
اچین د ننګرهار ولایت یو له هغه ولسوالیو څخه ده، چې د داعش فعالیت په کې زیات دی، خو امنیتي چارواکي وايي، داعش یې په دې ولسوالۍ کې سخت ځپلی.
وړمه ورځ هم امنیتي ځواکونو د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د ۳ داعش او دوه طالب وسله والو د نیولو خبر ورکړی وو.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین