۰

د ننګرهار امنیه قوماندان له چاودنې روغ ووت

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۸
د ننګرهارولایت پر امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد باندې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، خو نوموړی ترې روغ وتلی.
د ننګرهار امنیه قوماندان له چاودنې روغ ووت
د ننګرهارولایت پر امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد باندې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، خو نوموړی ترې روغ وتلی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ اوروداتو ولسوالیو تر منځ سیمه کې رامنځ ته شوې.
خپله د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، چې دی اچین ولسوالۍ ته روان، چې د لارې په اوږدو کې یې په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی او تر اوسه یې په تور هم څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال د ورور په موټر هم چاودنه شوې وه، چې درې تنه په کې ټپیان شوي وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین