۰
ننګرهار والي:

د ځمکو غاصبین او غصب ته زمینه برابرونکي به قانون ته وسپارو

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، د ځمکو غاصبین او هغه کسان چې غصب ته یې زمینه برابره کړې وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د ځمکو غاصبین او غصب ته زمینه برابرونکي به قانون ته وسپارو
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، د ځمکو غاصبین او هغه کسان چې غصب ته یې زمینه برابره کړې وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلی کندوزی دا هم زیاتوي، چې ټولې هغه ودانۍ به ونړوي، چې په غېرې قانوني ډول جوړې شوي دي.
ښاغلي کندوزي تېره ورځ په داسې حال کې، چې د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد درانی، منشي ذبیح الله زمری، د شورا غړی جاوید زمان هم ورسره وو، د کابل هډې څېرمه د کانال په ځمکو کې د جوړېدونکو ودانیو د نړیدو امر ورکړ.
د ننګرهار والي
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، چې د دغه ځمکې د غصب په مخنیوي کې د کانال د ساتنې ټولي امر، د دویمې حوزی امر او د یادې حوزی د جنایي مدیر، چې په ښه توګه یې چارې نه دې ترسره کړې دندې وځنډول شي.
سلیم خان کندوزی امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، چې د دغه ځمکې د غصب په مخنیوي کې د کانال د ساتنې ټولي امر، د دویمې حوزی امر او د یادې حوزی د جنایي مدیر، چې په ښه توګه یې چارې نه دې ترسره کړې دندې وځنډول شي.
هغه زیاته کړه، د ولایتي شورا ټول غړي باید په هره چاره کې د ولایت مقام سره همغږي ووسي، نو د نورو چارو د ښه ترسره کولو ترڅنګ به ټول هغه کسان چې په غصب کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ده وویل چې د غصب د مخنیوي لپاره یې جدي هڅې پیل کړي او ډیر ژر به دې ته ورته نورې سیمې هم د غاصبینو له غصب څخه خلاصې کړي.
د ولایتي شورا یادو غړو د خپلو خبرو پر مهال د ننګرهار والي ستاینه وکړه چې خپله د غصب شوي ساحې څخه یې لیدنه وکړه او د دیوالونو د ړنګیدو امر یې ورکړ.
.دوی زیاته کړه دغه ځمکه د کانال ده چې څو کاله پخوا دغه سوداګرو ته په دې موخه ورکړل شوی وه چې د کابل هډه په کې فعاله کړي، خو د حاجي فاروق په نوم قراردادي دغه ځمکې په خپل سر نمرې کړي او په خلکو یې په غېرې قانوني ډول پلورلې دي .
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین