۰
محمد خان:

د حزب التحریز غړو تر اوسه په تاوتریخوالي لاس نه دی پورې کړی

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۰
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمدخان وايي، په افغانستان کې د حزب التحریر غړو تر اوسه په تاوتریخوالي لاس نه دی پورې کړی، خو د دې احتمال شته چې هغوی له کومې افراطي ډلې سره یو ځای شي.
د حزب التحریز غړو تر اوسه په تاوتریخوالي لاس نه دی پورې کړی
د افغانستان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمدخان وايي، په افغانستان کې د حزب التحریر غړو تر اوسه په تاوتریخوالي لاس نه دی پورې کړی، خو د دې احتمال شته چې هغوی له کومې افراطي ډلې سره یو ځای شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمدخان تېره ورځ د وزیرانو شورا غونډه کې دا هم وویل، چې دغه حزب په افغانستان کې په قانوني توګه وجود نه لري.
خو د سرچینې د معلوماتو له مخې د یاد ریاست دوهم مرستیال محمد محقق بیا حزب التحریز افراطي ډله بللې او ویلي یې دي، چې دغه ډله د افغانستان د نظام او اساسي قانون مخالف دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله تېره اوونۍ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې حزب التحریز یوه ترهګره ډله ده، چې د هېواد په اکاډومیکو بنسټونو کې یې نفوذ کړی او ځوانان بنسټ پالنې ته هڅوي.
خو حزب التحریز د ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې رد کړې وې.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین