۰

یو سړي تښتونکی وژل شوی او دوه ژوندي نیول شوي

سه شنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۱
د خوست ولایتي شورا د غړي کفیل ریحان ورور د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو پر مټ له سړي تښتونکو خلاص شوی دی.
یو سړي تښتونکی وژل شوی او دوه ژوندي نیول شوي
د خوست ولایتي شورا د غړي کفیل ریحان ورور د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو پر مټ له سړي تښتونکو خلاص شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ریحان د ورور د خلاصون په عملیاتو کې یو تن سړي تښتونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.
د خوست ولایتي شورا ریس عبدالولي واحدزي وايي، تېره ورځ سهار شاوخوا اته بجې د ولایتي شورا د غړي کفیل ریحان ورور په تڼيو ولسوالۍ کې له خپلې سیمې وسله والو غلو وتښتاوه چې د خلاصون په موخه یې امنیتي ادارې خبرې او ځايي خلک لاس په کار شول.
ده وویل، تر ماسپېښین شاوخوا دریو بجو پورې هڅې روانې وې او نږدې مازیګر په همدې ولسوالۍ کې د تښتوونکو موټر د دوی له کمین سره مخ شو چې تر منځ یې وسله واله نښته هم وشوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د برید په پایله کې یو تن تښتونکی چې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی، وژل شوی او د ولایتي شورا د غړي کفیل ریحان بل ورور ټپي شوی دی.
د ده په وینا دوه تنه وسله وال تښتوونکي چې یو یې د تڼيو ولسوالۍ اوسیدونکی او په امنیه قوماندانۍ کې دنده لري او دویم هغه یې د شمالي وزیرستان اوسیدونکی دی، د دوی کسانو ته په لاس ورغلي او تښتول شوی کس یې هم ترې خلاص کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین