۰

افغانستان د کرکټ په دوهم لوبه کې هم عمان ته ماته ورکړه

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوهم شل اوریزه سیالې کې هم عمان لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان د کرکټ په دوهم لوبه کې هم عمان ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوهم شل اوریزه سیالې کې هم عمان لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې نن په متحده عربي اماراتو کې په لار اچول شوې وه، د لوبې پچه یا ټاس بیا عمان لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان توپ وهونکو په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې نن محمد شهزاد ښه وځلېده او په ۴۶ توپونو یې ۶۰ منډې وکړې.
شفیق الله شفق ۳۲، کریم صادق ۲۴، اصغر ستانکزي ۱۹ او ګلبدین نایب هم ۱۸ منډې جوړې کړې.
خو عمان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.
د افغانستان له لوري د توپ اچونې په برخه کې یمن احمدزي، ۳، سید شېرزاد ۲، روښان بارکزي ۲ او محمد نسیم بړېڅ ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
باید وویل شي، چې افغانستان تېره ورځ هم عمان لوبدلې ته په ۲۷ منډو ماته ورکړې وه.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین