۰

ننګرهار کې د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل شوي

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۱
د ننګرهار چارواکي وايي، د ولسونو په مرسته یې د وسله والو مخالفینو هغه پلان چې غوښتل یې په دغه ولایت کې پتڼځایونه جوړ کړي له منځه وړی دی.
ننګرهار کې د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، د ولسونو په مرسته یې د وسله والو مخالفینو هغه پلان چې غوښتل یې په دغه ولایت کې پتڼځایونه جوړ کړي له منځه وړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې ننګرهار والي سلیم خان کندوزي تېره ورځ د دغه ولایت په نظامي شورا کې وکړې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، والي وویل، امنیتي ځواکونو وکولای شول، څو د مخالفینو مهم پتنځایونه لمنځه یوسي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفینو هڅه کوله، چې په ننګرهار کې خپل مرکزونه جوړ کړي خو امنیتي ځواکونه د ولس په مرسته توانیدلي، چې د دوی دغه پلان شنډ کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، ننګرهار والي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې د مخالفینو څخه پاتې سیمې هم په پوره توګه د ولسونو په همکارۍ پاکې کړي.
سرچینه زیاتوي، چې کندوزي امنیتي ځواکونو ته دنده ورکړه، چې د لویو لارو د خوندي امنیت او په عمومي ډول د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه لا هم ګړندۍ هڅې وکړي.
په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي، په نظامي غونډه کې امنیتي چارواکو هم ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار ولایت د امنیت د تامین په موخه به لا ډيرې هلي ځلي وکړي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین