۰

یوه کندهاري کورنۍ په ترکیه کې په اوبو کې غرقه شوه

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۲
د یوې کندهاري کورنۍ پنځه تنه غړي هغه مهال په ترکیه کې په اوبو کې غرق شول، چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي.
یوه کندهاري کورنۍ په ترکیه کې په اوبو کې غرقه شوه
د یوې کندهاري کورنۍ پنځه تنه غړي هغه مهال په ترکیه کې په اوبو کې غرق شول، چې غوښتل یې اروپا ته ولاړ شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د نوید په نوم د یوه کندهاري کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله اروپا ته د رسېدو تکل کړی وو، خو بېړۍ یې په ترکیه کې په اوبو کې ډوبه شوه.
په دغه پېښه کې خپله نوید، د هغه مېرمن، او درې لورګاڼې په غوبو کې غرقې شوې، چې خپلوانو یې یوازې د نوید، د هغه د مېرمنې او یوې لور جسدونه موندلي او د دوه لورانو جسدونه یې لا هم ورک دي.
اوس په کندهار کې د نوید خپلوان په دې تمه دي، چې د هغوی جسدونه ورته راوړل شي.
دوی له حکومته غواړاي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو او دغه راز امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو په راتلونکي کې له داسې بوږنونکو پېښو مخه ونیول شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین