۰

د لومړي ځل لپاره سعودي ښځې په انتخاباتو کې ګډون کوي

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۴
د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ښځو ته حق ورکړای شوی چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هم خپل ځان نوماند کړي.
د لومړي ځل لپاره سعودي ښځې په انتخاباتو کې ګډون کوي
د لومړي ځل لپاره په سعودي عربستان کې ښځو ته حق ورکړای شوی چې په ټاکنو کې برخه واخلي او هم خپل ځان نوماند کړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ټاکل شوې د سعودي ښاروالۍ ټاکنې روتلونکې میاشت تر سره شي، چې ښايي لږ تر لږه ۹۰۰ ښځې د ښاروالیو شوراګانو ته ځانونه ونوموي.
ویل کېږي، د ښځو او نارینه وو لپاره د رای ورکولو جلا مرکزونه په پام کې نیول شوي دي او دغه ښځې او نارینه په یو ځای کې انتخاباتي تبلیغات نه شي کولی.
دا هم ویل کېږي، چې ښځینه نوماندانې خپل مخونه عامو خلکو ته نشي ښودلی او دا بندیز پر نارینه نوماندانو هم لګېدلی دی.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین