۰

د افغان – ترک لیسي زده کوونکو په نړیوالو سیالیو کې ۵۰ مډالونه وګټله

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۷
په ننګرهار ولایت کې د افغان ـ ترک لیسې زده کوونکو د پوهنې په برخه کې په نړیوالو سیالیو کې پنځوس د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د افغان – ترک لیسي زده کوونکو په نړیوالو سیالیو کې ۵۰ مډالونه وګټله
په ننګرهار ولایت کې د افغان ـ ترک لیسې زده کوونکو د پوهنې په برخه کې په نړیوالو سیالیو کې پنځوس د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په ننګرهار کې د افغان ترک لېسې مشر عمر کوکمز د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د کتنې پر مهال وویل، چې په ټول کې د دغه لېسېو زده کوونکو د پوهنې
د جمهور آژآنس د خبر له مخې په ننګرهار کې د افغان ترک لېسې مشر عمر کوکمز د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د کتنې پر مهال وویل، چې په ټول کې د دغه لېسېو زده کوونکو د پوهنې په برخه کې تر اوسه پورې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.
په برخه کې تر اوسه پورې ۴۰۰ مډالونه ګټلي دي.
د نوموړي په وینا له دغه زده کوونکو څخه ۵۰ تنه یوازې د ننګرهار ولایت څخه دي، چې د سرو او سپینو زرو مډالونه یې تر لاسه کړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال د افغان ـ ترک لیسې د فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله د دوست هېواد ترکیې څخه مننه او ستاینه وکړه،چې په دغه برخه کې یې زمینې برابري کړي دي.
هغه همدا راز د دغه ولایت درې زده کوونکو ته چې په یادو سیالیو کې د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي وو،ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل او دوی ته یې لارښوونه وکړه،چې خپلې زدکړې او تجربې د دغه ولایت نورو لیسو کې هم له زده کوونکو سره شریکې کړې.
ننګرهار والي همدا راز دوی ته ډاډ ورکړ،چې په هره برخه کې به ولایت مقام له دوی سره همکاره و اوسي.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین