۰

جلال آباد کې د غصب د مخنیوي عملي اقدامات پیل شول

دوشنبه ۹ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۱
جلال آباد ښاروال حمیدالله افغان په دغه ښار کې د غصب لړۍ د مخنیوي په موخه په عملي اقداماتو لاس پورې کړی او په تازه عمل کې یې د بهسودو پله ته څېرمه د یوې خپلسرې د جوړولو مخه نیولې ده.
جلال آباد کې د غصب د مخنیوي عملي اقدامات پیل شول
جلال آباد ښاروال حمیدالله افغان په دغه ښار کې د غصب لړۍ د مخنیوي په موخه په عملي اقداماتو لاس پورې کړی او په تازه عمل کې یې د بهسودو پله ته څېرمه د یوې خپلسرې د جوړولو مخه نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جلال اباد ښاروال وايي، دغه ځمکه یوه خصوصي شرکت ته د موقت وخت له پاره له کوم تړون پرته ورکړل شوې وه، خو دوی په خپل په کې رغنیزې چارې پیل کړې وې.
د هغه په وینا د فضل شرق ساختماني شرکت چې د جلال اباد ښار سپین جومات د رغولو چارې ورترغاړه دي، بهسودو پله ته څیرمه په یوه سرسبزه سیمه کې یې د کانکریټ جوړولو لویه دستګاه نصب کړې ده.
حمید الله افغان په یوې خبري غونډه کې وویل، کله چې د دوی د برسۍ ټیم سیمې ته ورغی او غوښتل یې د یادې خپلسرۍ مخه ونیسي؛ نو د شرکت مسوولینو یې کارمندانو ته وسله وال ګواښ کړی او هم یې د دوی یو موټر تخریب کړی دی.
نوموړي وویل«یاد شرکت دې ځانته بل ځای کې د دستګاه لپاره سیمه پيدا کړي او دلته ورته نوره اجازه نه ورکوو او دوسیه به یې څارنوالۍ ته معرفي کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې په جلال آباد کې تر اوسه پورې په سلګونو جریبه ځمکې غصب شوې، خو چارواکي وايي، چې د خلاصون له پاره یې هڅې روانې دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین