۰

د طالبانو د وخت د مخابراتو پخوانی وزیر ومړ

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۹
د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ملا دادالله طیب د ورپېښې ناروغۍ له امله مړی شوی او په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی.
د طالبانو د وخت د مخابراتو پخوانی وزیر ومړ
د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر ملا دادالله طیب د ورپېښې ناروغۍ له امله مړی شوی او په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ملا دادالله طیب د سرطان ناروغي درلوده او د تېرې جمعې په شپه په روغتون کې مړ شوی دی.
د طالبانو د وخت د مخابراتو مخکنی وزیر ملا دادالله طیب د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او په همدې ولسوالۍ کې خارو ته وسپارل شو.
باید وویل شي، چې ملا دادالله طبیب د طالبانو په وخت کې د مالي چارو مسوول، د کندهار د ګمرک رییس، د عالي شورا غړی او د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته د مخابراتو وزیر پاتې شوی.
هغه د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وروسته ۷ کاله په پاکستان کې بندي و.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین