۰

ننګرهار کې ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۰
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
ننګرهار کې ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې ۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښې تېره شپه د ننګرهار په حصارک، خوږیاڼو او بټي کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، لومړی وسله والو غوښتل په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، چې افغان ځواکونه یې له پلانه خبر او کمین یې ورته ونیوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه کمین په ترڅ کې څلور تنه وسله وال وژل شوي، درې تنه ټپیان او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
د هغه په وینا د خوږیاڼو ولسوالۍ د پیره خېلو په سیمه کې بیا د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وسله والو یو سیمه ییز ویاند وژل شوی دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شینوارو کلا په سیمه کې د نښتې پر مهال یو وسله وال وژل شوی او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین