>> جمهور - جرمنى به د افغان پوليسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
 
۰

جرمنى به د افغان پوليسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۴۱
په افغانستان کې د جرمني هېواد د پولیسو مشر وايي، هېواد یې ژمن دی، چې د افغان پولیسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
جرمنى به د افغان پوليسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
په افغانستان کې د جرمني هېواد د پولیسو مشر وايي، هېواد یې ژمن دی، چې د افغان پولیسو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جرمني هېواد د پولیسو له رئیس سره وکتل.
ښاغلي علومي په دغه کتنه کې له جرمني مننه وکړه، چې افغان پولیسو د روزنې او تجهیز په برخه کې یې مرستې کړې دي.
نوموړي وویل چې جرمني په ځانګړې توګه د جنايي جرمونو، نشه يي توکو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغان ملي پولیسو سره بېلابېلې روزنیزې مرستې ترسره کړې دي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې افغان ملي پولیسو اوس د خپلو روزنیزو او ښوونیزو زده کړو څخه په پوره ګټې اخیستنې سره د جنايي جرمونو، نشه يي توکو، ترهګرۍ او هرډول فساد پروړاندې مبارزه کوي.
په ورته وخت کې د جرمني هېواد د پولیسو رئیس چې هېواد یې د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره د خپلو دوامداره اړیکو په پاللو ډېرخوښ دی.
نوموړي زیاته کړه، چې نن افغان ملي پولیسو د قانون په پلي کولو او د هر ډول فساد پروړاندې مبارزه کې د بریالیتوب په لور روان دي.
دغه وویل، چې جرمني هېواد به له افغان ملي پولیسو سره د امنیتي چارو د لا ښه والي په موخه خپلو نورو دوامداره مرستو ته دوام ورکړي.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین