۰

ملي امنیت زابل کې د وسله والو یو روزنیز مرکز کشف کړی

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۹
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ګډو افغان ځواکونو په زابل ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو یو روزنیز مرکز کشف او درې تنه وسله وال یې نیولي.
ملي امنیت زابل کې د وسله والو یو روزنیز مرکز کشف کړی
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ګډو افغان ځواکونو په زابل ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو یو روزنیز مرکز کشف او درې تنه وسله وال یې نیولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه روزنیز مرکز د ملي امنیت، ملي اردو او ملي پولیسو پر مټ کشف شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې یادو ځواکونو د کلات- کندهار د لویې لارې په اوږدو کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو یو روزنیز مرکز کشف او درې وسله وال یې ژوندي ونیول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې مرکز کې وسله والو مخالفينو ته د زده کړو ورکولو سربېره د ګڼ شمېر ورانکارو چارو لکه د زابل- کندهار په لویه لار د ماینونو د ځای پر ځای کولو، د دغې لویې لار پر مسافرو د بریدونو او پلونو ته د چاودنې ورکولو پلانونه هم طرح کېدل.
خبرپاڼه وايي، له دغه روزنځای څخه ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، د رېموټ کنټرول ماینونه، د وسایطو ضد ماینونه او ګڼ شمېر د ماینونو جوړولو لارښود کتابونه تر لاسه شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ملي امنیت ځواکونو په پلازمېنه کابل کې هم د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو دوه طراحان او یو ځانمرګی له کرولا موټره سره یو ځای نیولي دي.
جمهورآژآنس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین