۰

د خاص اروزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال و وژل شو

يکشنبه ۸ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال جمعه ګل د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د خاص اروزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال و وژل شو
سیمه ییز چارواکي وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال جمعه ګل د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه په خاص اروزګان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال محمد کریم کریمي وايي، مخکنی ولسوال د شپې اته بجې د ملي اردو له یونیفوم نه په ګټې اخیستنې سره طالبانو له خپله کوره ایستلی خو په اړه یې نور معلومات نه لر.
خو په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، جمعه ګل په خپل کور کې وو چې د افغان پوځيانو د يونيفورم څخه په ګټي اخيستني وسله والو طالبانو له کوره ويستی او تر ځړولو وروسته يې وژلی دی.
باید وویل شي، جمعه ګل یو پخوانی جهادي قوماندان او دغه راز څو کاله وړاندې د خاص اروزګان ولسوال وو.
تر اوسه د جمعه ګل د وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین