۰

خوست کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبه ۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۷
امنیتي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د پوهنتون د یوه محصل په ګدون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
امنیتي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د پوهنتون د یوه محصل په ګدون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه چاودنه تېر ماښام د خوست ښار د سپین جومات تر څنګ شوې ده.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي، چاودنه هغه مهال وشوه د پولیسو د ګرمې پر موټر وشوه، چې خلک له جوماته د لمانځه تر ادا کولو وروسته راوتل.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د پوهنتون د څلورم کال یو محصل وژل شوی، درې جنايي پولیس او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي.
خو د خوست د والي ویاند وايي، په چاودنه کې یو محصل وژل شوی، څلور پولیس او درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی، خو امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
جمهور آژآنس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین