۰
حکمتیار:

سوله ممکنه ده، خو که بهرني ځواکونه و وځي او ټاکنې وشي

شنبه ۷ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۸
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، په افغانستان کې سوله هغه وخت ممکنه ده، چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او له سره ټولټاکنې وشي.
سوله ممکنه ده، خو که بهرني ځواکونه و وځي او ټاکنې وشي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، په افغانستان کې سوله هغه وخت ممکنه ده، چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او له سره ټولټاکنې وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې په هغه نوې ویډیي پیغام کې کړې، چې اسوشیټېډ پرېس خبري آژآنس تر لاسه کړې ده.
اسوشیټېډ پرېس آژانس وايي، د حکمتیار د وروستۍ وډیو یوه کاپي یې په روانه اوونۍ کې ترلاسه کړې او په وینا یې دا ویډیو د پاکستان په کوم نامعلوم ځای کې ثبت شوې ده.
نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې دی عادلانه سوله غواړي خو په دې شرط چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه و وځي او په ۲۰۱۶ کال کې انتخابات وشي او افغانان خپل حکومت په خپله خوښه غوره کړي.
حکمتیار په خپل وېډیويي پيغام کې دا هم ویلي چې که د کابل حکومت او امریکايان سوله غواړي نو د ده طرح د حل یوازینۍ لاره ده.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین