۰

جلال آباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۵۱
چارواکي وايي، د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سړک د غاړې به بمي چاودنه کې د دې ولایت د ولایتي شورا د پخواني مشر او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د ورور درې تنه ساتونکي ټپیان شول.
جلال آباد کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
چارواکي وايي، د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سړک د غاړې به بمي چاودنه کې د دې ولایت د ولایتي شورا د پخواني مشر او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر د ورور درې تنه ساتونکي ټپیان شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سهار ۱۰:۳۰ د جلال آباد ښار په دریمه ناحیه کې د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د امنيي قومندانۍ د امنيت آمر غلام رباني وايې، چاودنه هغه مهال شوې، چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال د ورور او د ننګرهار د ولایتي شورا د پخواني مشر جمال موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
نوموړي زیاته کړه، په پېښه کې د جمال درې تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د روغتون ډاکتر وايي، دوی ته درې تنه ټپیان وروړل شوي، چې دوه تر درملنې وروسته رخصت کړای شوي او یو لا هم په روغتون کې دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین