۰
مسلیمار:

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوو

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۹
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي، هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوو
د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي، هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مسلم یار دغه څرګندونې تېره ورځ د روسیې پلازمېنه مسکو کې کړې دي.
د روسيې د دولتي رسنۍ (اټارټاس) آژانس وايي،، مسلميار دغه څرګندونې په مسکو کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
د آژانس د راپور له مخې ښاغلي مسلم یار په خپلو خبرو کې وویل، چې د نړيوالې ټولنې په همغږۍ او ګډې همکارۍ سره کېداى شي چې نړۍ له ترهګرۍ وژغوري.
مسلميار ويلي چې هېواد يې د هغه اقدام ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره بايد نړيوال ايتلاف جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د مسلم یار په مشرۍ د مشرانو جرګې یو پلاوی د روانې اوونۍ په پیل کې روسیې ته په یوه رسمي سفر تللی دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین