۰

ولسمشر غني کندوز ولایت ته ولاړ

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۵۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي وضعې او نورو چارو د جاج اخستلو په موخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته ولاړ.
ولسمشر غني کندوز ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي وضعې او نورو چارو د جاج اخستلو په موخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندوز ولایت ته ولاړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، له ولسمشر سره په دغه سفر کې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د ترانسپورت او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش، ځينې نور حکومتي چارواکي، ځينې د ملي شورا غړي او خبريالان له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګرتيا کوي
د ولسمشر او ورسره پلاوی نن سهار ۸:۳۰ بجې په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د کندوز په لور وغوځېدل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی غني او ورسره چارواکي به لومړی په کندوز کې په يوه امنيتي او وروسته په يوه اداري او بله لويه ناسته کې برخه واخلي.
باید وویل شي، چې ولسمشر د تلې په ٢٤مه هم کندوز ته تللى و او هلته يې په يوه ناست کې د امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبينو ته مډالونه ورکړل.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین