۰

هلمند کې د پولیسو له پاره دوه نوي مشران وټاکل شول

پنجشنبه ۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۱۱
چارواکي وایي، د مرکزي حکومت له لوري د هلمند ولایت د پولیسو له پاره دوه نوي مشران مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ او پاسوال عصمت الله دولت زی ټاکل شوي دي.
هلمند کې د پولیسو له پاره دوه نوي مشران وټاکل شول
چارواکي وایي، د مرکزي حکومت له لوري د هلمند ولایت د پولیسو له پاره دوه نوي مشران مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ او پاسوال عصمت الله دولت زی ټاکل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مل پاسوال عبدالراحمن سرجنګ د هلمند د امنیه قوماندان او پاسوال عصمت الله دولت زی د ۵۰۵ ساحوي زون قوماندان ټاکل شوی دی.
د هلمند والي میرزاخان رحیمي دواړه پولیس مشران د ځانګړو مراسمو پر مهال ملکي او پوځي ادارې ته ور وپېژندل هغوی ته یې مبارکي و ویله او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د دندو پر مهال همغږي ولري.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي وویل، چې امنيتي حالت د تېر په څېر ښه شوي دي ، خو بيا هم اړتيا ده، چې په لويه کچه د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره عمليات تر سره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په هلمند ولایت کې وسله والو مخالفينو درانده تلفات ورکړي دي او په خورا ډېرو سيمو کي له ماتي سره مخ شوي دي.
د هلمند د والي په وینا : اوس وخت رارسېدلي دي ، چي امنيتي ځواکونه نور هم د مخالفينو ګډوډ او پاشل شوي صفونه وځپي، تر څو هلمند د هغوی له شره وژغورل شي.
دغه راز يي د پخواني امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د زیار او زحمت څخه مننه وکړه ، چي په ورستیو جګړو کي يې نه ستړي کېدونکي هڅې کړې.
جمهور آژآنس: هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین