۰

ولسمشر غني پر احمد سعيدي بريد وغانده

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۷
ولسمشر محمداشرف غني پر احمد سعیدي شوی برید، په کلکو ټکو وغانده او دا یې د افغانستان د دښمنانو یو نه بښونکی عمل وباله.
ولسمشر غني پر احمد سعيدي بريد وغانده
ولسمشر محمداشرف غني پر احمد سعیدي شوی برید، په کلکو ټکو وغانده او دا یې د افغانستان د دښمنانو یو نه بښونکی عمل وباله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پر احمد سعیدي تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د ناپېژانده موټر سایکل سپرو له خوا برید وشو، چې نوموړی په کې ټپي شو.
ولسمشر غني ویلي، چې پر احمد سعیدي برید یو ناځوانمردانه، نه بښونکي او نه منونکی عمل دی او په وینا یې دښمانان خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر په هر ډول جنایت لاس پورې کوي.
ښاغلي غني ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی، چې پر احمد سعیدي د برید ترسره کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
دغه راز ولسمشر د عامې روغتیا مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د احمدسعیدي په درملنه کې دې خپل شته امکانات نه درېغوي او همدارنګه د خدای تعالی په دربار کې نوموړي ته د سالمې روغتیا دعا کوي.
مدني فعال، لیکوال او سیاسي شنونکي احمد سعیدي یو له هغه کسانو دی، چې په تلوېزیوني بحثونو کې سپین سپین غږېده او پر ګاونډي هېواد پاکستان سختې نیوکې کولې.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین