۰

هلمند کې د خصوصي پوهنتون او باختر ټي وي مشر ووژل شو

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۳
په هلمند ولایت کې د وادي هلمند خصوصي پوهنتون او باختر تلوېزیون مشر عبدالصمد توبه ګار د خپل ساتونکي له خوا د کلنګ په ګزار وژل شوی دی.
هلمند کې د خصوصي پوهنتون او باختر ټي وي مشر ووژل شو
په هلمند ولایت کې د وادي هلمند خصوصي پوهنتون او باختر تلوېزیون مشر عبدالصمد توبه ګار د خپل ساتونکي له خوا د کلنګ په ګزار وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې توبه ګار تېره شپه د مرکز لښکرګاه اړوند د دوهمې امنیتي حوزې سیمه کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمود اشنا وايي، توبه ګار د وادي هلمند خصوصي پوهنتون، باختر ټلويزون رییس او د ښاروالى کارمند وو د خپل ساتوونکي له لوري د کولنګ په وسيله وژل شوى دى.
نوموړي زیاته کړه، چې بریدګر په تېښته بریالی شوی، خو د نیولو له پاره یې پلټنې روانې دي او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
ویل کېږي، چې بریدګر د توبه ګار تر وژلو وروسته د پیسو بکس هم مات کړی او ويګو موټر هم له کوره ايستلى چې بيا د لښکرګا ښار اړوند د کندهار اډې ته ور څيرمه موټر موندل شوى.
جمهور آژنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین