۰

د خوښۍ ولسوالۍ د طالبانو ولسوال ونيول شو

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۶
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځانکړو ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو نومول شوی ولسوال له څلورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د خوښۍ ولسوالۍ د طالبانو ولسوال ونيول شو
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځانکړو ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفینو نومول شوی ولسوال له څلورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د خوښۍ ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه طالب ولسوال او ملګري یې تېره شپه د یادې ولسوالۍ په کوجه سیمه کې نیولی دی.
د خوښۍ ولسوال حمیدالله حمید وايي، د ۰.۱ ځانګړې قطعې تېره شپه په کوجه سیمه کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، د هغه یو سرګروپ علم جان او درې نور طالب وسله وال ونیول.
د ولسوال په خبره په دې عملیاتو کې له نیول شویو وسله والو یوه مخابره، یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم نیول شوي دي، خو د نیول شویو طالبانو د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا يې په تېره شپه کې دوهم ولسوال دی، چې د افغان ځواکونو له خوا نیول یا وژل کېږي.
تېره شپه په ننګرهار کې د دې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال فضل الله مشهور په قاري سلیم د یوه ملګري سره یو ځای د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
جمهور آژآنس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین