۰

په بلخ کې د موټرو فابریکه جوړيږي

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۶
د بلخ چارواکي وايي، په مزارشریف کې د شوارلېټ موټر جوړونې امریکايي فابریکه خپله څانګه پرانيزي.
په بلخ کې د موټرو فابریکه جوړيږي
د بلخ چارواکي وايي، په مزارشریف کې د شوارلېټ موټر جوړونې امریکايي فابریکه خپله څانګه پرانيزي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بلخ چارواکي زیاتوي، چې د یادې کمپنۍ استازو ورسره خبرې کړې، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د بلخ ولایت د سکتوري خدمتونو رئیس ذبېح الله اختري وايي په دې اړه د شوارلېټ کمپنۍ یوه پلاوی د بلخ له لوړپوړو چارواكو سره کتلي دي.
د نوموړي په خبره په دې کتنه کې د امریکا د موټر جوړونې د مشهورې کمپنۍ «Chevrolet » استازو غوښتنه وکړه چې په بلخ ولایت کې ورته د پانګونې زمینه برابره کړي.
خو زیاتوي، چې د بلخ چارواكو له هغوی غوښتي چې په دې اړه خپل اقتصادي پلان جوړ او افغان حکومت ته یې وړاندې کړي.
د بلخ ولایت د سکتوري خدمتونو رئیس ذبېح الله اختري زیاتوي، چې د شوارلېټ کمپنۍ ته به د اقتصادي پلان تر ارزونې وروسته د فعالیت اجازه ورکړي.
نوموړي وویل، چې دا به د افغانستان د موټر جوړولو فابریکه وي او دویم دا چې سلګونه افغانانو ته به په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
باید وویل شي، شوارلېټ په امریکا کې د موټر جوړونې مشهوره نړیواله کمپنۍ ده چې په ۱۹۱۱ میلادي کال کې د «لوییس شوارلېټ» او «ویلیام سي ډورانټ» له خوا جوړه شوه.
جمهورآژآنس:بلخ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین