۰

د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال و وژل شو

چهارشنبه ۴ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۵
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی والي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال و وژل شو
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی والي، د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په بیلي سیمه کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په دغه سیمه کې د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو پر نومول شوي ولسوال فضل الله مشهور په قاري سلیم باندې برید کړی او هغه یې وژلی دی.
د خوږیاڼي په خبره په دغه هوايي برید کې د قاري سلیم یو ملګری هم وژل شوی دی.
په ورته وخت کې خوږیاڼي وویل، چې ملي امنیت ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې یو تن ماین لېږدونکی هم نیولی دی.
د والي ویاند زیاتوي، چې نیول شوی ماین لېږدونکی قریب الله نومېږي او د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې قریب الله په داسې حال کې، چې غوښتل یې جلال آباد ښار ته ماینونه ولېږدوي، د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
دی وايي، نیول شوي، کس په خپلو جرمنو اعتراف کړی او لا هم تر پوښتنو لاندې دی.
باید وویل شي، دا په تېره یوه میاشتې کې د طالبانو څوم ولسوال دی چې په ننګرهار ولایت کې یا وژل کېږي او یا هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین