>> جمهور - په دانګام کې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات پیل شول
 
۰

په دانګام کې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات پیل شول

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۹
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ګډو امنیتي ځواکونو د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د توپان ۴۴ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
په دانګام کې د ګډو امنیتي ځواکونو عملیات پیل شول
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ګډو امنیتي ځواکونو د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د توپان ۴۴ په نوم چاڼیز عملیات پیل کړل.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان هاتفي جمهور خبري آژآنس ته وویل، چې دغه عملیات نن د کنړ په دانګام ولسوالۍ کې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه عملیاتو کې افغان پوځ، ملي پولیس، سرحدي پولیس او دغه راز سیمه ییز پولیس برخه لري.
د هغه په وینا عملیات وروسته له هغه پیل شول، چې په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه تر سترګو شول او مخالفینو هڅه کوله، چې د جګړې پلانونه جوړ کړي.
ښاغلي هاتفي وايي، عملیات په تر هغه دوام ولري، تر څو یاده ولسوالي په بشپړه توګه د وسله والو مخالفینو څخه پاکه شوې نه وي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین