۰
لاریون کوونکي:

د مولوي عطاالله لودین ساتونکو دوه ولسي وګړي وژلي

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۰
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي، خو د سیمې ځینې کسان وايي، دغه کسان د ننګرهار د پخواني والي او د سولې د عالي شورا د مرستیال مولوي عطاالله لودین د ساتونکو له خوا وژل شوي.
د مولوي عطاالله لودین ساتونکو دوه ولسي وګړي وژلي
چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي، خو د سیمې ځینې کسان وايي، دغه کسان د ننګرهار د پخواني والي او د سولې د عالي شورا د مرستیال مولوي عطاالله لودین د ساتونکو له خوا وژل شوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او د وژل شویو کسانو مړي د ځینو کسانو له خوا ننګرهار مرکز جلال آباد ته راوړل شوي دي.
یو شمېر کسانو چې مړي یې ننګرهار ته راوړي، د لاریون په ترڅ کې وویل چې دغه کسان د ننګرهار د پخواني والي او د سولې د عالي شورا د مرستیال مولوي عطاالله لودین د ساتونکو له خوا وژل شوي.
دوی په خپلو شعارونو کې له دولته د دغه کسانو د قاتلینو د نیولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله او هم یې ویل، چې دولت باید په ننګرهار کې د زورواکو او خپلواک وسله والو مخه نور ونیسي.
خو په ورته وخت کې د سیمې یوه تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط جمهور آژآنس ته وویل، چې دغه کسان د ځمکې پر سر شخړه کې وژل شوي دي.
نوموړي وویل، چې محمد نبي په نوم یو کس د غلام حیدر زوی او زوم په ډزو سره وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د پېښې پخلي وکړ، خو ویې ویل، چې د څېړنې له پاره یې يو پلاوی ټاکل شوی دی.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین