۰

افغان کرکټ ملي لوبډلې پي این جي ته ماته ورکړه

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په څلور ورځۍ یا ټسټ نړیواله لوبه کې پي ان جي یا پاپا نیو ګني ته په د ۲۰۱ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه او دغه سریز یې وګاټه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې پي این جي ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په څلور ورځۍ یا ټسټ نړیواله لوبه کې پي ان جي یا پاپا نیو ګني ته په د ۲۰۱ منډو په توپیر ستره ماته ورکړه او دغه سریز یې وګاټه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لوبه چې څلور ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې په لار اچول شوې وه، د لوبې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړي په لومړی ورځ ښه ونه ځلېدل او ټول لوبغاړي یې د ورځې تر نمايي پورې د ۱۴۴ منډو په کولو سره له لاسه ورکړل او پي ان جي د ورځې په نمايي کې خپل لومړی انینګز پیل کړ.
پي ان جي په خپله لومړی پاڼه یا انینګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پر افغانستان منډې واړوې او ۲۹۵ منډې یې جوړې کړې، چې پر دې سره یې د لوبې شپږ پاینټه یا نمرې خپلې کړې.
افغان لوبغاړي د خپلې لوبې په دوهمه پانه کې ښه وځلېدل په زړه پورې لوبه یې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۴۰ منډې وکړې.
په دوهم
که څه هم په لومړي سر کې داسې ښکارېده، چې پي ان جي به لوبه وګټي او له ۲۰ نمرو په ۱۴ خپلې کړي، خو په پای کې افغان لوبډلې نه یوازې لوبه ترې وګټله بلکې له ۲۰ نمرو یې ۱۴ خپلي او سریز یې ترې وګاټه.
پانه کې محمد شهزاد، اصغرستانکزی او حشمت الله شهیدي هغه لوبغاړي و، چې سلیزې یې و وهلې او په زړه پورې لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه.
شهزاد، ۱۱۶، ستانکزي ۱۲۷ او حمشت الله شهیدي ۱۱۲ منډې وکړې، خو ګلبدین نایب او میرویس اشرف هم په دې ورځ ښه وځلېدل، چې نایب ۷۵ او میرویس اشرف ۵۴ منډې وکړې.
د لوبې په څلورمه او اخرنۍ ورځ چې نن وو، پي ان جي خپله وروستۍ پاڼه پرانسته خو د افغان توپ اچوونکو د ښې توپ اچونې له امله ونه توانېدل، چې ښه لوبه وکړي.
پي ان جي نن د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۸۸ منډې وکړې او په دې توګه افغانستان ترې د ۲۰۱ منډو په توپیر دغه لوبه او سریز وګاټه.
د نن په لوبه کې یمن احمدزي او ظاهر خان په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې څلور څلور لوبغاړي یې وسوځول او دوه نور لوبغاړي د ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف له خوا وسوځول شول.
باید وویل شي، چې یمن احمدزي او ظاهرخان د لوبې په لومړی پاڼه کې هم د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي سوځولي وو.
که څه هم په لومړي سر کې داسې ښکارېده، چې پي ان جي به لوبه وګټي او له ۲۰ نمرو په ۱۴ خپلې کړي، خو په پای کې افغان لوبډلې نه یوازې لوبه ترې وګټله بلکې له ۲۰ نمرو یې ۱۴ خپلي او سریز یې ترې وګاټه.
د یادونې وړ، چې افغانستان تر دې وورسته درې ۲۰ اوریزه لوبې له عمان لوبډلې او یوه لوبه له هانکانګ سره لري.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین