۰
نوازشریف:

اسلام آباد له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرستې ته تیار دی

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۳
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د یوه باثبات افغانستان غوښتونکی دی، او تیار دی، چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
اسلام آباد له افغانستان سره د سولې په برخه کې مرستې ته تیار دی
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د یوه باثبات افغانستان غوښتونکی دی، او تیار دی، چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې نواز شریف دغه څرګندونې تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکمي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
نواز شریف په خپلو خبرو کې ویلي« موږ د سوله ییز او سوکال افغانستان په خاطر، چې پاکستان یې غوښتونکی دی، چمتو یو، چې د سولې او پرمختګ په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړو.»
پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه کتنه کې د دواړو خوا تر منځ په اقتصادي راکړه ورکړه او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.
په اقتصادي برخه کې شریف ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید هڅه وکړي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې خپلې سوداګریزه راکړه ورکړه، ۵ ملیارد ډالرو ته ورسوي.
د پاکستان لومړي وزیر وویل چې د اوږدمهالو دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو لپاره به له افغانستان سره د بنیادي پروژو په جوړولو کې تر خپله وسه مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکمیي د پاکستان صدراعظم او نورو چارواکو ته ویلي، چې افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو تر منځ په ترانزیتي مرکز بدلېدای شي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین