۰

ملا منصور د ملا محمد عمر د کورنۍ غړي له پوځي کمیسیونه باسي

سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۶:۵۷
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د طالبانو د یوه پخواني وزیر له قوله ویلي چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر د کورنۍ غړي له پوځي کمیسیونه باسي.
ملا منصور د ملا محمد عمر د کورنۍ غړي له پوځي کمیسیونه باسي
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د طالبانو د یوه پخواني وزیر له قوله ویلي چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر د کورنۍ غړي له پوځي کمیسیونه باسي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یاده ورځپاڼه زیاتوي، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان وروسته له دې چې ملا اختر محمد منصور ته یې بیعت وکړ، د طالبانو د تحریک د پوځي کمیسیون غړي شول، خو ټاکل شوې ده چې ژر له دغه کمیسیونه وایستل شي.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو په منځ کې اوازې دي چې ملا یعقوب او ملامنان د طالبانو تر منځ د جګړو په خاطر استعفا کړې ده.
ملا عبدالمنان او ملا یعقوب وروسته له هغې چې ملا اختر محمد منصور ځان د طالبانو مشر کړ، له هغه له مشرۍ سره مخالفت کړی وو.
تر دې وروسته د طالبانو تر منځ اختلافات نور هم زیات شول ان تر دې چې ملا عبدالمنان او وروسره یو شمېر نورو طالب چارواکو ملا محمد رسول د خپل مشر په توګه وټاکه.
د ملا محمد رسول تر مشر ټاکلو وروسته په زابل کې د منصور پلوي طالبانو د محمد رسول د ډلې پر مرستیال ملا منصور دادالله پر له پسې بریدونه وکړ، چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ملا اختر پلوي ډلې خو دا ادعا هم کوله چې ملا منصورداالله یې وژلی خو د ملا محمد رسول ډلې دا خبرې رد او ویې ویل، چې نوموړی ټپي شوی دی.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین