۰

د ننګرهار پوهنتون په اړه ګمارل شوي پلاوي څېړنې پای ته رسولې

دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
د ننګرهار ولایت والي سلیم خان کندوزی وايي، د ولسمشر له خوا د ننګرهار پوهنتون په اړه ګمارل شوي، پلاوي خپلې څېړنې پای ته ورسولې.
د ننګرهار پوهنتون په اړه ګمارل شوي پلاوي څېړنې پای ته رسولې
د ننګرهار ولایت والي سلیم خان کندوزی وايي، د ولسمشر له خوا د ننګرهار پوهنتون په اړه ګمارل شوي، پلاوي خپلې څېړنې پای ته ورسولې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي کندوزي دغه څرګندونې تېره ورځ د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د پوهنتون له مسؤولینو او استادانو سره په غونډه کې وکړې.
ښاغلي کندوزي وویل د دغه لس کسیزه پلاوي مشري قمرالدین شینواري کوله، چې په دغه ولایت کې د څېړنو پر مهال د ولایت مقام سربېره،امنیتي ارګانونو،پوهنتون مشرتابه، استادانو، زدکړیالانو،مدني ټولنو غړو، دیني عالمانو،رسنیو او ګڼ شمېر نورو لیدنې او خبرې اترې تر سره کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد پلاوي خپلې څېړنې په دغه ولایت کې بشپړي کړې او له ترتیب وروسته به یې ولسمشر ته د اجرائتو په موخه وړاندې کړي.
ننګرهار والي وویل هیله مندی دی، چې ډېر ژر به د ننګرهار پوهنتون یو ځل بیا په اکاډمیک مرکز وګرځیږي او د هر ډول تخریب کوونکو کسانو او کړنو څخه به په بشپړ ډول پاک شي.
ده د پوهنتون رئیس او استادانو څخه هم وغوښتل چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي، ترڅو د دغه ادارې د استادانو او نورو هلې ځلې ښې پایلې ورکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهندوی ببرک میاخیل وویل چې اداره یې په بشپړ ډول چمتو ده، ترڅو په یاده برخه کې د ولایت مقام او ټولو ارګانونو سره همکاري وکړي.
نوموړی وویل په دې وروستیو کې د پوهنتون اداره د دغه ولایت له بېلابېلو ادارو سره ښې اړيکې او همغږي لري او هیله یې څرګنده کړه، چې شته ستونزې به بشپړ ډول حل شي.
د ننګرهار پوهنتون استادانو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ننګرهار والي سره خپلې اړونده ستونزې شریکې کړې او همدا راز یې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې هم وکړي.
باید وویل شي د ننګرهار پوهنتون په اړه وروسته له هغه څېړنې پیل شوې، چې د دغه پوهنتون یو شمېر زده کوونکو د خپلو ستونزو په بدل کې په لاریون لاس پورې کړ او د لاریون پر مهال یې د طالبانو، داعش او حزب اسلامي بیرغونه او شعارونه له ځان سره لېږدول.
د محصلینو تر دې لاریون وروسته سخت غبرګونو راوپارېدل او له حکومته خلکو په تېره بیا ولسي جرګې غوښتنه وکړه، چې دا موضوع جدي وڅېړي.
د موضوع د څېړلو له پاره سره د افغانستان ملي امنیت هم په ننګرهار پوهنتون کې عملیات ترسره کړل او په ترڅ کې یې ۲۷ تنه هغه محصلین چې د داعش او طالبانو بیرغونه یې پورته کړي و ونیول.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین