۰

غور کې تښتول شوي محصلین خوشي شول

دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۹
چارواکي وايي، په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي ۲۰ تنه محصلین بېرته راخوشي شول.
غور کې تښتول شوي محصلین خوشي شول
چارواکي وايي، په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي ۲۰ تنه محصلین بېرته راخوشي شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د غور والي سیما جوینده زیاتوي، چې وسله والو دغه شمېر محصلین دوه ورځې وړاندې د چغچران تولک او کور اب لیلا په سیمو کې په دې نامه برمته کړي وو، چې ګواګي په دې ډله کې دولتي مامورین دي.
د غور والي سیما جوینده وویل چې دغه کسان د طالبانو د یوه قوماندان ملاګل محمد چې په سیف الاسلام مشهور دی له خوا برمته شوي وو.
اغلې جوینده وايي، چې برمته شوي کسان د قومي مشرانو او ښوونکو په مرسته ازاد شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل- کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې هم د وسله والو له خوا ۱۷ تنه مسافر درې ورځې وړاندې تښتول شوي وو، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۹ تنه یې راخوشي شوي او د نورو د خوشي کولو هڅې هم روانې دي.
جمهورآژآنس:غور
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین