۰

شکريه بارکزۍ ناروې کې د سفيرې په توګه ټاکل شوې

دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۱
د حکومت باوري سرچینې ویلي، د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې د سفيرې په توګه ټاکل شوې ده.
شکريه بارکزۍ ناروې کې د سفيرې په توګه ټاکل شوې
د حکومت باوري سرچینې ویلي، د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې د سفيرې په توګه ټاکل شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان د سفيرې په توګه د مېرمن شکريې بارکزۍ کارونه مخ په خلاصېدو دي.
د دغه سرچینې په وینا کله چې د مېرمن بارکزۍ کارونه دلته خلاص شي، نو ناروې ته به د سفيرې په توګه لاړه شي.
خپله شکریې بارکزۍ هم د دې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دی، چې په ناروې کې يې د سفيرې په توګه د کارونو قانوني پړاوونه خلاص شوي.
نوموړې زیاته کړې، چې اوسمهال يې اسناد ناروې هېواد ته لېږل شوي، تر څو د هغوى له خوا يې تاييدي راشي.
باید وویل شي، چې شکریه بارکزۍ د پارلمان په تېرو دوه دورو کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې وه.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین