۰

کندهار کې څلور تنه ممثلین ټپیان شوي

دوشنبه ۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۰
د کندهار ولایت څلور تنه تکړه ممثلین چې اروزګان ولایت ته د یوه تمثیل له پاره روان و، د ترافیکي پېښې په ترڅ کې ټپیان شوي دي.
کندهار کې څلور تنه ممثلین ټپیان شوي
د کندهار ولایت څلور تنه تکړه ممثلین چې اروزګان ولایت ته د یوه تمثیل له پاره روان و، د ترافیکي پېښې په ترڅ کې ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار- اروزګان پر لویه لار د کندهار ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار فلم مشر جاويد وطن يار وايي، د کندهاري ممثلينو يو ګروپ غوښتل اروزګان ولايت ته ولاړ شي او هلته د تمثيل په برخه کې ور سپارل شوى ماموريت تر سره کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د ممثلینو موټر د سورلۍ له یوه بل موټر سره ټکر کړي، چې په پایله کې یې څلور تنه ممثلین ټپیان شوي، خو مقابل موټر کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی.
دی وايي، په پېښه کې د کندهار ممثل عبدالنافع افتاب (مشهور په زمري، سلطان محمد مشهور په بابک، عبدالروف مشهور په خيرو او همدا راز موټر چلوونکى ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل چې د يادو ممثلينو ټپونه سطحي او نن د ورځې تر پايه به ټول رخصت شي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین