۰
عالمي بلخي:

هڅه کوو د ننګرهاري کډوال ستونزو ته حل لارې پیدا کړو

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۷
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د ننګرهار ولایت د کډوالو ستونزې به له کابینې سره شریکې او هڅه به وکړي، چې دغه ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.
هڅه کوو د ننګرهاري کډوال ستونزو ته حل لارې پیدا کړو
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د ننګرهار ولایت د کډوالو ستونزې به له کابینې سره شریکې او هڅه به وکړي، چې دغه ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بلخي چې له تېرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان ختیځو ولایتونو ته په سفر تللی نن یې د ننګرهار له ولایت چارواکو، ولایتي شورا، قومي مشرانو سره وکتل.
نوموړي د کډوالو
ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې په ننګرهار ولایت کې تر دا مهاله ۳۰ سلنه کډوالو ته مرستې رسیدلي خو هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې پاتې ټولو داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو ته په ښه توګه مرستې ورسوي
په اړه د ننګرهار د چارواکو خبرې او ستونزې واورېدې او ویې ویل، چې دغه ستونزې به د کابینې په غونډه کې یادې او حل لارې به ورته ولټوي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه، چې په ننګرهار ولایت کې تر دا مهاله ۳۰ سلنه کډوالو ته مرستې رسیدلي خو هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې پاتې ټولو داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو ته په ښه توګه مرستې ورسوي.
نوموړي وویل، هڅه به وکړي، چې په دغه ولایت کې د کډوالو چارو ادارې تشکیل کې زیاتوالی راولي ترڅو په ښه توګه د دوی ستونزې ته رسېدګي وکړای شي.
د کډوالو چارو وزیر ننګرهار والي څخه وغوښتل چې د ګاونډي هېواد څخه بېرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټې جوړولو په موخه دوی ته ځمکه په واک کې ورکړي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په خپلو خبرو کې وویل، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو ستونزو له امله د شینوارو شپږو ولسوالیو سربیره
د کډوالو چارو وزیر ننګرهار والي څخه وغوښتل چې د ګاونډي هېواد څخه بېرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټې جوړولو په موخه دوی ته ځمکه په واک کې ورکړي.
د سپین غر په لمنو کې بېلابېلو ولسوالیو څخه څلرویشت زره کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مرستندویه مؤسسو او ولایتي ادارو په هڅو یې د دې ولایت اوه زره داخلي بي ځایه شویو کډوالو سره د خوراکي او غیرې خوراکې توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم ترسره کړي خو په وینا یې په دغه مرستو سره د کډوالو اساسي ستونزه نه حل کېږي.
د ښاغلي کندوزي په وینا د کډوالو سره د مرستې کوونکو ادارو مسؤلینو ته یې لارښوونه کړې، چې د ټولو سیمو سروې بشپړه او په قانوني ډول ورته مرستې ورسوي خو زیاتوي چې د ګاونډي هېواد پاکستان څخه زیات راستنیدونکې کډوال په ننګرهار کې میشت کیږي، چې ولایتي اداره یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین