۰

پکتیا کې د حقاني شبکې څلور غړي نیول شوي

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۹
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، افغان ملي امنیت ځواکونو په پکتیا ولایت کې د حقاني شبکې څلور تنه غړي له یوه اندازه چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.
پکتیا کې د حقاني شبکې څلور غړي نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، افغان ملي امنیت ځواکونو په پکتیا ولایت کې د حقاني شبکې څلور تنه غړي له یوه اندازه چاودېدونکو توکو سره نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت نه نن خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې د حقاني شبکې دغه غړي د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې نیول شوي، خو د نیولو کېدو نېټه یې نه ده په ګوته کړې.
سرچینې زیاته کړې، چې ملي امنیت ځواکونو پر دغه وسله والو ځانګړي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې دوی ونیول شول او له پټنځایه یې څو کړۍ پرسونل ضد ماینونه او یوه له چاوېدونکو توکو ډک بوشکه امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله.
په خبر پانه کې د دغه کسانو نومونه دین محمد مشهور په محمدي، ذکریا مشهور په امیر الله، رڼا ګل چې په کمینونو کې به یې د دولتي کسانو د پژندنې دنده درلوده، او مصطفی د ماینونو لېږدوي دي.
تر اوسه دغه شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین