۰

هلمند کې د هوايي برید پر مهال ۴۵ وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۱
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د هوايي برید پر مهال ۴۵ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د یوه هوايي برید په ترڅ کې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه هوايي برید تېره شپه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په چوغک سیمه کې تر سره شوی دی.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند دوهم څارن شاه محمد اشنا وايي، لسګونو وسله والو غوښتل په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي.
د هغه په وینا د وسله والو له بریده وړاندې معلومات تر لاسه او هوايي حملې يې پرې وکړې، چې په ترڅ کې یې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې لا هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.
تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هم دغه ولایت ته سفر کړی و او ویې ویل چې افغان ځواکونه په ډېر ژر د هملند امنیت کابو کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغان ځواکونه به ډېر ژر په هلمند ولایت کې پراخ عملیات پیل او سیمې به له وسله والو پاکې کړي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین