۰

درې تنه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۳
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې درې تنه وسله وال مخالفین د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
درې تنه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې درې تنه وسله وال مخالفین د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د جنجال غونډۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا درې تنه وسله وال چې غوښتل یې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې ماین خښ کړي، ماین خپله پر دوی چاودنه کړې او درې واړه یې وژلي دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه وژل شویو وسله والو کې دوه تنه بهرني جنګیالي دي، خو د هغوی د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې درې تنه وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین