۰

ننګرهار کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۹
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۷ داعش وسله وال وژلي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات یې نیولي دي.
ننګرهار کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۷ داعش وسله وال وژلي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات یې نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه وسله وال د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاته کړې، چې لومړی داعش وسله والو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ او په ترڅ کې یې ۷ وسله وال و وژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د داعشیانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې د افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۱۶ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي وو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین