۰

ښايي ناټو له افغان ځواکونو سره استخباراتي معلوماتو شریکول زیاته کړي

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۷
د جرمني یوې رسنۍ ویلي، د ناټو یوه پټ سند ښيي، چې دا تړون د افغان ځواکونو ملاتړ زیات او د اسختباراتي معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړي.
ښايي ناټو له افغان ځواکونو سره استخباراتي معلوماتو شریکول زیاته کړي
د جرمني یوې رسنۍ ویلي، د ناټو یوه پټ سند ښيي، چې دا تړون د افغان ځواکونو ملاتړ زیات او د اسختباراتي معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جرمني ډي پي اې خبري آژانس ویلي دپیلوماتیکو سرچینو ورته ویلي، چې ناټو د وزیرانو راروانې غونډې ته یو ځانګړی راپور چمتو کړی او دا خبرې هم په همدې راپور کې دي.
دغه آژآنس له بروکسیله په خپل راپور کې کښلي، د دې سند پر اساس ناټو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دې هم موافقه کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو غور وکړي.
دراپور د معلوماتو له مخې ویل شوي چې د استخباراتي معلوماتو شریکېدا کېدای شي له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې د طالبانو د وروستیو حملو په شان پېښو مخه ونیسي چې افغان امنیتي ځواکونه ورته تیار نه ول.
همداراز ټاکل شوې ده چې د ناټو نور روزونکي د افغانستان جنګ ځپلیو او نارامو سیمو ته واستول شي او دغه راز په بیړنیو حالاتو کې به د ناټو هوايي ځواک بمباري هم کوي.
که څه هم ناټو تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه ویاند یې ویلي، چې د دسمبر په لومړۍ او دوهمه نېټه په بروکسل کې د دغه تړون د بهرنیو چارو وزارانو غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو خبرې اترې وشي.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین