۰

د ۱۳ سرحدي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۳۵
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو سره په یوه سخته نښته کې ۱۳ تنه افغان سرحدي سرتېري وژل شوي دي.
د ۱۳ سرحدي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو سره په یوه سخته نښته کې ۱۳ تنه افغان سرحدي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه وړمه شپه د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ په تاغذ سیمه کې رامنځ ته شوې.
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده وايي، وسله والو په یاده سیمه کې د پنځم سرحدي کنډک اړوند امنیتي پوسته برید وکړ، چې له افغان ځواکونو سره یې سخته جګړه رامنځ ته شوه.
نوموړي ویلي، چې په دغه جګړه کې ۱۳ سرحدي سرتېري وژل شوي او د تاغذ امنیتي پوسته هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک یوازې د پېښې پخلی کړی خو په اړه یې له جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
تر اوسه کورنیو چارو وزارت او دغه راز وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې وسله والو طالبانو له څه وخت راهیسې یو ځل بیا په هلمند ولایت کې خپل بریدونه زیات کړي، خو د افغان ځواکونو له کلک ځواب سره مخ شوي دي.
جمهور آژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین