۰

خوست کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي په دیر کې خاورو ته وسپارل شول

يکشنبه ۱ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۵
سیمه ییز چارواکي وايي، دوه ورځې وړاندې وسله والو چې پاکستاني پوځیان او ملېشه ځواک یې ملتیا کوله په خوست ولایت کې د افغان ځواکونو په یو شمېر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
خوست کې د وژل شویو پاکستانیانو مړي په دیر کې خاورو ته وسپارل شول
سیمه ییز چارواکي وايي، دوه ورځې وړاندې وسله والو چې پاکستاني پوځیان او ملېشه ځواک یې ملتیا کوله په خوست ولایت کې د افغان ځواکونو په یو شمېر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سیمه ییزو چارواکو هغه مهال ویل چې لسګونو وسله والو په دغه برید کې برخه درلوده چې درنده مرګ ژوبله ورته واوښته.
راپورونه وايي، دغه جګړې چې څو ساعته دوام یې وکړ، په کې ۲۲ پاکستاني ملېشه او پوځي ځواکونه و وژل شول او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شول.
که څه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ځینو پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د البدر ډلې یو شمېر د دوی په وینا مجاهدین په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي.
هغه تصویرونه چې خواله رسنیو په تېره بیا فسبوک کې راوتلي، ښکاري، چې د دغه کسانو مړي د پښتونخوا په دیر سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.
د دغه وژل شویو کسانو تابوتونو ته چې یو شمېر خلک ورته راټول دي په تابوتونو یې پر غوړېدلو سپینو ټوټو مجاهدین البدر لیکلي دي.
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو هم تایید کړه چې ۲۲ پاکستاني جنګیالي چې د افغانستان په خاوره کې وژل شوي وو د خیبر پښتونخواه په کوز دیر سیمه کې خاورو ته وسپارل شول.
یو شمېر نور راپورونه په دې موقع په افغانستان کې د وژل شویو پاکستاني ترهګرو شمېر ۶۰ او ځینې نور ۷۱ تنه ښیي.
په خوست کې وژل شوي ۲۲پاکستاني جنګیالي په خیبر پښتونخواه کې ښخ کړای شول
د خیبر پښتونخواه د کوز دیر یوه مسوول علم زیب ویلي، چې دا کسان د جمعې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي او په وینا دا کسان د مجاهدین البدر او جماعت الدعوة په ډلو پورې تړلي او د دیر د سیمې اوسېدونکي وو.
جمهورآژآنس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین