۰

د پکتیا په اطلاعاتو کلتور ریاست کې چاودنه پنځه تنه ټپیان کړل

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۴
چارواکي وايي، د پکتیا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست د ودانۍ په یوه تلار کې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د پکتیا په اطلاعاتو کلتور ریاست کې چاودنه پنځه تنه ټپیان کړل
چارواکي وايي، د پکتیا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست د ودانۍ په یوه تلار کې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې په مرکز ګردیز ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه تلار کې رامنځ ته شوې ده.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمدشفا مشفق وايي، په دغه چاودنې کې
د هغه په وینا د چاودنې پر مهال لږ تر لږه ۳۰ نجونې په تالار کې پر زده کړو بوختې وې، چې درې نجونې ټپیانې شوې دي.
درې نجونې او يو هلک ټپيان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاد تالار کې د لېنکن ښوونيز مرکز له لوري نجونې ته د کمپيوټر زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وینا د چاودنې پر مهال لږ تر لږه ۳۰ نجونې په تالار کې پر زده کړو بوختې وې، چې درې نجونې ټپیانې شوې دي.
بل خوا د ګردېز د ملکي روغتون ډاکټران وايي، دوی ته څلور نجونې او يو هلک په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
په ورته وخت کې امنيتي چارواکي وايي، په ياد شوي تالار کې يو بل بم هم ځای پرځای شوی، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړای شو.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژآنس:پکتیا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین