۰

قوماندان عبدالرازق شېرزی او نیاز محمد کاکوزی له چاودونو روغ ووتل

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۵۰
چارواکي وايي، په سویل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شېرزی او د کندهار د ولایت شورا غړی نیاز محمد کاکوزی له دوه جلا بمي چاودنو روغ و وتل.
قوماندان عبدالرازق شېرزی او نیاز محمد کاکوزی له چاودونو روغ ووتل
چارواکي وايي، په سویل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شېرزی او د کندهار د ولایت شورا غړی نیاز محمد کاکوزی له دوه جلا بمي چاودنو روغ و وتل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنې نن سهار د کندهار ښار د منډ حصار او هوايي ډګر ته څېرمه رامنځ ته شوې
په سویل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شېرزی وايي، چې پر موټر یې نن سهار لس نیمې بجې د منډ حصار په سیمه کې د سړک د غاړې چاودنه وشوه.
دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د دواړو پېښو پخلی کړی خو وايي، هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتي.
په سویل کې د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شېرزی وايي، چې پر موټر یې نن سهار لس نیمې بجې د منډ حصار په سیمه کې د سړک د غاړې چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړې چې په چاودنه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی، خو په وینا یې یو زرې موټر یې تخریب شوی دی.
په ورته وخت کې د کندهار د ولایتي شورا غړي نیاز محمد کاکوزي باندې هم د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه شوې، چې هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه چا د دغه چاودنو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین