۰

وسله والو یو ځل بیا په زابل کې مسافر برمته کړي

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۳۱
چارواکي وايي، وسله والو کسانو د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په اړوند سیمه کې یو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې وړي دی.
وسله والو یو ځل بیا په زابل کې مسافر برمته کړي
چارواکي وايي، وسله والو کسانو د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په اړوند سیمه کې یو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې وړي دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه پېښه تېره شپه د کابل- کندهار پر لویه لار د زابل ولایت په نورک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال میرویس نورزی وايي، چې په یاده سیمه کې تېره شپه دغه پېښه رامنځ ته شوې، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
په ورته وخت کې د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پېښه نن سهار وختي پنځه بجې د مرکز قلات ښار او شاجوی ولسوالۍ تر منځ شوې ده.
که څه هم د زابل چارواکو د مسافرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو په کندهار کې د ترانسپورتي شرکتونو چارواکو ویلي، چې مخ پټو وسله والو د ټولو شرکتونو موټر تلاشي کړي او ۱۷ تنه مسافر یې ترې ښکته او له ځان سره بېولي دي.
د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان بیا ویلي، چې مخ پټو وسله والو ۲۰ تنه مسافر له بسونو ښکته او له ځان سره وړي دي.
د احمدشاه ابدالي بس ډرایورانو ویلي چې وسله وال د کندهار- کابل په لویه لاره نوراک سره د یو نړیدلي پل په څنګ کې چې په دغه لاره د یوې امنیتي پوستې څخه یې یو نیم کیلو متر فاصله لرله دغې لارې ته راوتلي وو او د بسونو تالاشي یې واخیستله.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه مسافرو د برمته کولو مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي د کابل- کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې دا لومړی ځل نه دی، چې وسله وال له بس موټر مسافر ښکته کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم لسګونه مسافر له موټرونو ښکته کړي او له ځان سره بېولي دي.
په دغه ولایت کې وړاندې هم وسله والو ۳۱ تنه مسافر له موټر ښکته او له ځان سره یې وړي و، چې وروسته یې یو شمېر خوشي او له ځینو یې سرونه پرې کړي وو.

جمهور آژآنس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین