۰

هند افغانستان ته ۴ “Mi۲۵” هليکوپټرې ورکوي

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۰
هندي رسنۍ وايي، هندوستان به په راتلونکو دوو مياشتو کې Mi۲۵ روسي هليکوپټرې افغانستان ته ورکړي.
هند افغانستان ته ۴ “Mi۲۵” هليکوپټرې ورکوي
هندي رسنۍ وايي، هندوستان به په راتلونکو دوو مياشتو کې Mi۲۵ روسي هليکوپټرې افغانستان ته ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند د دغه مرسته په سر یاد هېواد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت کرزي له سفره وروسته موافقه شوې.
ویل کېږی، چې دغه چورلکې به به ډېر ژر په افغانستان کې د سخت دريځو پر وړاندې په جګړه کې وکارول شي.
د هندوستان د "اېن. ډي. ټي وي وايي ښاغلي کرزي له هندي چارواکو سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د سخت دريځو پر وړاندې په مبارزه کې بايد تشه رامنځته نه شي او له همدې کبله توپ لرونکو هليکوپېرو ته اړتيا شته.
د ښاغلي حکمت خليل کرزي په وينا؛ افغانان اوس د خپل نظامي ظرفيت لوړولو ته اړتيا لري او له همدې کبله افغانستان خپلو ملګرو هېوادونو ته د مرستې لپاره مراجعه کوي.
باید وویل شي، چې تر دې مخکې په اپرېل مياشت کې نوې ډلي افغانستان ته د نظامي ټرانسپورټ موټرونه او درې کوچني بې وسلې "چيتل" هليکوپټرې ورکړل.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین