۰

دفاع وزارت د ميدان وردګو د امنيت د ښه والي په اړه ډاډ ورکړ

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۲۳
د میدان وردګو ولایت چارواکو د امنیتي وضیعت د ښه والي په موخ د ملي دفاع له سرپرست وزیر او د پوځ له لوي درستیز سره وکتل.
دفاع وزارت د ميدان وردګو د امنيت د ښه والي په اړه ډاډ ورکړ
د میدان وردګو ولایت چارواکو د امنیتي وضیعت د ښه والي په موخ د ملي دفاع له سرپرست وزیر او د پوځ له لوي درستیز سره وکتل.
د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، د دې ولایت والي حیات الله حیات د وردګو د امنیتي وضیعت په اړه دغه لوړ پوړو امنیتي چارواکو ته معلومات ورکړل.
سرچینه وايي، د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي د میدان وردګو له والي حیات الله حیات څخه مننه وکړه چې دامنیتي ځواکونو په اړه شته ستونزې له دوي سره شریکې کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي ستانکزي د میدان وردګو نظامي شورا ته ډاډ ورکړ چې په هره برخه کې به له دوی سره همکاري کوي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، د میدان وردګو نظامي شورا د پوځ له لوي درستیز قدم شاه شهیم سره د امنیتي وضیعت د لا ښه والي په موخه سلا مشهوري وکړې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د پوځ لوي درستیز د یادې نظامي شورا له ښې همغږې څخه مننه وکړه او د همکارې ډاډ یې څرکند کړ.
یاده دې وي چې په یادو لیدنو کې د میدان وردګو والي سربیره د ملي امنیت رئیس ، د همغږۍ مرکز مشر، امنیه قومندان، د ملي اردو د څلورمې پلې لیوا قومندان جنرال عبدالرازق ګډون کړې وو.
جمهور آژآنس:میدان وردګ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین