۰

قزاقستان له افغانستان سره ۶ لکه ټنه غنمو مرسته اعلان کړه

شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۱۸
قزاقستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له رسېدو سره سم د دغه هېواد ولسمشر نور سلطان نظربایف له افغانستان سره د ۶ سوره زره ټنه غنمو د مرستې اعلان وکړ.
قزاقستان له افغانستان سره ۶ لکه ټنه غنمو مرسته اعلان کړه
قزاقستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له رسېدو سره سم د دغه هېواد ولسمشر نور سلطان نظربایف له افغانستان سره د ۶ سوره زره ټنه غنمو د مرستې اعلان وکړ.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د قزاقستان ولسمشر ښاغلي بایوف وویل چې له افغان ولسمشر ښاغلي غني سره د دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو پر پراختیا مفصلې خبرې وکړې او قزاقستان به لږ تر لږه ۶ سوه زره ټنه غتم افغانستان ته ورکړي.
د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ د دغه غنمو پر لېږد او دغه راز په بیړنیو حالاتو او ملي او دفاعي برخو کې هم خبرې اترې وشوې او موافقه شوه، چې خپلې کلتوري اړیکې به هم پراخوي.
باید وویل شي، چې افغان ولسمشر تېره ورځ قزاقستان ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې له خپلي قزاقي سیایل او نورو چاروکو سره ولیدل.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین